د لاسرسي ځای

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اروپا کې دی


د امریکا او پولینډ ولسمشران روغبړ کوي.

امريکا له روسیې سره پر داسې وخت د مفاهمت کولو اشاره ورکړې چې امريکايې ولسمشر ډونلډ ټرمپ يورپ ته په خپل دوهم سفر پرون پولینډ ته ورسيد. نوموړي د شام پر سر د همکارۍ کولو وړنديز کړی دی.

پولینډیان د ولسمشر ټرمپ هرکلی کوي.
پولینډیان د ولسمشر ټرمپ هرکلی کوي.

د جرمني په هامبورګ کې د جمعې په ورځ د شلو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل روسي سیال ولادمير پوټين سره په لومړي ځل ويني.

تمه څرګنديږي چې د شام شخړه به د ايجنډه د سر موضوع وي. خو له غونډې مخکې به ټرمپ په پولينډ کې تلویزوني وينا کوي او د « تري سيز » په نامه سرمشريزه کې به ګډون کوي. تمه ده چې نوموړی به د مشرقي يورپ هيوادونو ته د امريکايې قدرتي ګيسو د صادرولو په اړه مشهورتيا وکړي. دغه هيوادونه د انرژۍ لپاره په روس باندې د تکيا کولو په ترڅ کې بې باوره دي.

XS
SM
MD
LG