د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید ۵ تنه وسله وال وژلي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ د میا بابا په سیمه کې او د نازیانو ولسوالۍ د سپينې ژۍ په سیمه کې د دولت پر وسله والو مخالفینو د بې پيلوته الوتکې هوايي بریدونه شوي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي د دې بریدونو په پایله کې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې درې داعش او په نازیانو ولسوالۍ کې د لښکر اسلام وسله والې ډلې قومندان شاه نواز د خپل یوه بل ملګري سره یو ځای وژل شوي.

له دې پېښو وړاندې د هسکې مینې ولسوالۍ د میا بابا په سیمه کې په یوه بل هوايي برید کې د درې بهرنیانو په ګډون څلور داعشیان وژل شوي وو.

یادو وسله والو ‌‌‌‌‌‌‌ډلو د دې بریدونو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG