د لاسرسي ځای

تازه خبر

رادمنش: پاکستان د ترهګرو پر ضد عملیات پیلوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په څو اونیو کې ښایي پاکستان خپل لور ته د کابل له غوښتنې سره سم د مشکوکه ترهګرو پرضد عملیات پیل کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دوی عملیات دوام لري او پاکستان هم خپل چمتوالی څرګند کړی.

د ده په خبره ښايي په لنډ وخت کې دا عملیات پیل شي، خو اعلان ته یې باید انتظار وشي.

د پاکستان حکومت روانه اونۍ د امریکایي سناتورانو له یوه پلاوي سره موافقه وکړه چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به د امریکا تر څارنې لاندې د ترهګرو پرضد عملیات کېږي.

XS
SM
MD
LG