د لاسرسي ځای

تازه خبر

فولکس واګون به هم په ایران کې پلورل کېږي


د جرمني د موټر جوړونې مشهورې کمپنۍ فولکس واګون د سېشنبې په ورځ ویلي چې له راتلونکې میاشتې به په ایران کې د خپلو موټرو پلورل پیل کړي.

دا خبره د یادې کمپنۍ د ایران لپاره جوړې کړې څانګې په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

فولکس واګون په اروپا کې د موټرو د بازار مشري کوي. دا کمپنۍ په ۲۰۰۰ م کال کې تر هغه وروسته له ایرانه وتلې وه چې پر دې هېواد نړیوال بندیزونه لګول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG