د لاسرسي ځای

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د تېرې جون میاشتې په ورستیو کې په یوه سرکاري روغتون کې د ناڅرګندو کسانو له لورو د دوو زړو امبولانسونو سوځولو په تور د وزیرو کرمزخېل ټبر ۶۰ تنه نیول شوي دي.

د کرمزخېل قبیلې یوه مشر ایاز وزیر مشال راډيو ته وویل چې په هسپتال کې د امبولانسونو او دوایانو سوځول یو منظم سازش دی چې په بدل کې یې د دوی د ټبر کسان نیول شوي دي.

نوموړي وویل، اوس خو د پاکستان پوځ د خلکو پر کورونو ورځي او خلک نیسي. دی وايي د خلکو نیول د پولیټیکل انتظامیې کار دی نه د پاکستاني پوځ.

ایاز وزیر د پوځیانو له لوري د خلکو په نیولو باندې خواشیني ښودلې او ویې ویل چې دا خو تر اېف سي ار هم بره عمل دی.

د فاټا وکیلانو اتحاديي پخوانی مشر اعجاز مومند وايي چې د اېف سي آر د اجتماعي ذمه واري قا نون کې د دوه زره يولسم کال د بدلون له مخې اوس پولیټیکل انتظاميه تر يوې ورځې زیات نیول شوی تن له ځان سره نه شي ساتلی او نه هم تر اتلسو کلو کم او تر شپېتو کاله زیات کس نيولی شي. دی وايي چې هر چا جرم کړی وي هغه کس به نيول کيږي نه چې ټوله قبیله. نوموړي د نوي قانون له مخې ګرفتاریانې ناقانونه وبللې.

همدا خبره د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اجنټ ظفر الاسلام هم کوي. دی وايي، د کرمزخېلو قبیلې کسان یې ځکه نیولي چې د هسپتال ساتنه د دوی ذمه واري ده. د دغې قبیلې خلک د دغه هسپتال پر ساتنه ګمارل شوي دي. دی وايي له کرمزخېلو مشران سره یې خبرې روانې دي چې په پېښه کې ککړ اصل کسان ورته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG