د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتون ساتنه د کرمزخېلو ذمه واري ده. پولیټیکل اجنټ


د روغتون ساتنه د کرمزخېلو ذمه واري ده. پولیټیکل اجنټ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د تېرې جون میاشتې په ورستیو کې په یوه سرکاري روغتون کې د ناڅرګندو کسانو له لورو د دوو زړو امبولانسونو سوځولو په تور د وزیرو کرمزخېل ټبر ۶۰ تنه نیول شوي دي. د کرمزخېلې قبیلې یوه مشر ایاز وزیر مشال راډيو ته وویل چې په هسپتال کې د امبولانسونو او دوایانو سوځول یو منظم سازش دی چې په بدل کې یې د دوی د ټبر کسان نیول شوي دي. همدا خبره د جنوبي وزیرستان پولیټیکل اجنټ ظفر الاسلام هم کوي. دی وايي، د کرمزخېلو قبیلې کسان یې ځکه نیولي چې د هسپتال ساتنه د دوی ذمه واري ده. د دغې قبیلې خلک د دغه هسپتال پر ساتنه ګمارل شوي دي. دی وايي له کرمزخېلو مشران سره یې خبرې روانې دي چې په پېښه کې ککړ اصل کسان ورته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG