د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه افغان لوبغاړي کوریا اوپن سیالیو کې خپل روسی سیال مات کړ


په جنوبي کوریا کې د تکواندو د کوریا اوپن سیالۍ نن رسماً پرانیستل شوې.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم روزنکي بشیر تره‎کي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن افغان لوبغاړي محسن رضایي خپل روسیې سیال ته ماته ورکړه او دوهمه لوبه له جنوبي کوریا سره لري.

تره‎کی وایي، په دغو سیالیو کې له افغانستانه روح‎الله نېکپا، محسن رضایي، حکمت زینت او سومیه غلامي ګډون کړی دی.

د تکواندو د کوریا اوپن سیالۍ د جنوبي کوریا په کوربه‎توب د ۱۸۳ هېوادونو د نېږدې زرو تنو لوبغاړو تر منځ نن پیل شوې او څلور ورځې به دوام کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG