د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: هلمند کې تر ۴۰ زیات وسله‌وال وژل شوي


د هلمند ځايي چارواکي په ناوه ولسوالۍ کې تر ۴۰ زياتو طالبانو د وژل کېدو او تر ۳۰ زیاتو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د هلمند د امنيه قومندانۍ وياند عبدالسلام افغان نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وويل چې دا عملیات به د ولسوالۍ تر تصفيې دوام وکړي.

په يادو عملیاتو کې ۶۹ وسله‎والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۴۲يې مړه او ۲۷ کسان‌يې ټپيان دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر هم په دې اړه نن په یوه اعلاميه کې وويل چې د طالبانو پر وړاندې د نړيوالو هوايي ځواکونو په ملاتړ تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په درېیو برخو کې ځانګړي عمليات وشول.

په اعلاميه کې راغلي چې د لومړنيو معلوماتو پر اساس، د دولت له مخالفينو ۴۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور يې ټپيان شوي دي.

په دې اعلاميه کې همداراز راغلي چې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د لښکرګاه په بولان سيمه کې ۱۲ تنه وسله‎وال سخت دريځي وژل شوي او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

د دولت وسله‎والو مخالفينو تر اوسه په هلمند کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه‎دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG