د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان کې څوک بمونه ښخوي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په قبايلي سيمه جنوبي وزير ستان کې د راپورونو له مخې د ۲۰۱۰م کال راهيسې په بمي چاودنو کې په لسګونو ماشومان وژل شوي، ژوبل شوي او معذوره شوي دي.

که څه هم د پاکستان پوځ دعوه کوي چي د جنوبي وزير ستان سيمه د وسله والو نه صفا کړل شوې ده او او س دغه سیمې د ولس د استوګنې لپاره خوندي دي خو د سيمې سره تعلق لرونکي د رايټر خبري اژانس خبریال سعود محسود په دي اړه مشال ريډيو ته وويل:

((د جنوبي وزير ستان له ټولو سیمو نه د بمي چاودنو راپورونو دي. تر دې مهاله په دغو سیمو کي ۳۷ داسې پيښې شوې دي چې پکې د ماشومانو په ګډونیو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.))

د سیمې له یو بل خبریال نصیر اعظم نه مو پوښتنه وکړه چې تر دې مهاله په بمي چاودنو کې څومره خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؟ هغوی راته وویل:

(( زما د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په بمي چاودنو کې ۴۰ کسان وژل شوي دي. یو شمېر نور ژوبل شوي او معذوره دي. د چا ښپې الوتلي، د چا لاسونه. همدا تېر وړوکي اختر کې د څلورو چاودنو په ترڅ کې په تیارزه او رزمک تحصیلونو کې لس ماشومان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.))

اوس پوښتنه دا ده چي دا ماينونه دغو سیمو کې چا پريښي دي؟ آیا دا ماينونه وسله والو د سیمې د واک تر لاسه کولو پرمهال هلته ښخ کړي او که د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا هلته فرش شوي؟ دا پوښتنه مو د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو د مرکز له مشر عبدالله خان نه وکړده، هغوی راته وویل:

(( په قبایلي سیمو کې په لویه پیمانه بمونه نه وسله والو او نه هم پوځ ښخ کړي، البته په محدوده پیمانه بمونه د حکومتي ځواکونو له خوا د امنیتي پوستو او کیمپونو نه چاپېره ښخ کړل شوي وو. پوځ له پکار وو چې په دې اړه یې اولس په وخت خبر کړی وای.))

د جنوبي وزیرستان له پولیټیکل ایجنټ ظفرالاسلام نه مو پوښتنه وکړه چې ایا د دوی انتظامیې د یادې ستونزې د هوارولو لپاره څه کړي او که نه؟ هغوی راته په ځواب کې وویل:

((موږ وار له مخې په ټولو سیمو کې د ماینونو د پاکولو لړۍ پیل کړېده. دا اوسنۍ پېښې ځکه رامنځ ته شوي چې ماشومان د خبردارۍ باوجود بم لرونکیو سیمو ته داخل شوي دي. موږ د کډوالو د واپسۍ پر مهال هم خلک د ماینونو له شتونه خبر کړي وو.))

د ظفر السلام په خبره حکومت ددې ماينونو له وجي د ژوبلو شویو ماشومانو علاج هم وړیا کوي او د وژلو شویو وارثانو ته یې مالي مرستي هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG