د لاسرسي ځای

د پاکستان په بهالپور کې د تيلو د ټينکر په پيښه کي د وژل شوو کسانو شمير اوس ۱۹۰ ته رسېدلی دی.

په پنجاب کي حکومتي او د روغتون چارواکو د جمعې په ماښام ويلي دي چې شپاړس نورو کسانو ساه ورکړې ده.

د تيلو دا ټېنکر چې څلويښت زره ليټر پیترول پکښې وو د جون میاشتې پر ۲۵مهله کراچۍ لاهور ته روان وو چې پر لاره یې له اوښتو ورسته اور اخیستی وو.

د وژل شوو شمېر ځکه زیات دی چې خلک له اوښتي ټېنکر د تېلو په وړلو بوخت وو.

د پنجاب حکومت وايي د دې پېښې په اړه یې هر اړخیزې پلټنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG