د لاسرسي ځای

ولادمیر پوټین او انګیلا میرکل پر مهمو مسلو سره ږغېدلي


ولادمیر پوټین او انګیلا میرکل

د روس ولسمشریزه ماڼۍ – کرېملن - وايي ولسمشر ولادمیر پوټین او د جرمني چانسلريانګېلامېرکل د نړۍ د شل سترو صنعتي هېوادونود مشرانو پر را روانه غونډه خبرې وکړې.

د کرېملن دخبرپاڼې په حواله، دواړو مشرانو د جمعې په ورځ په ټلفوني خبرو کې د موسمياتي بدلون په اړه د پيرس تړوناو دوه اړخیزې همکارۍ په اړه بحث کړی دی.

د مرکل اوپوتین تردې خبرو یوه ورځ مخکې، سپینې ماڼۍ تائید کړه چې د امریکا صدرډونالد ټرمپ به د شل ستروصنعتي هېوادونو د مشرانود غونډې په ترس کې د روسي ولسمشر ولادمیرپوتین سره وګوري.

دا غونډهد جولايي پر اوومه او اتمه د جرمني په هامبورګ ښار کې جوړېږي.

د روس دبهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ وویل چې د پوتین اوټرمپ لپاره ډېره مهمه ده چې په شامکې پر روانه جګړه خبري وکړي

XS
SM
MD
LG