د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت وايي ، د طالبانو عملیات یې ناکامه کړي


محمد رادمنش
محمد رادمنش

د افغانستان د دفاع وزارت د وسله والو طالبانو د پسرلنیو او اوړي د عملیاتو د ناکامولو دعوه کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، طالبانو غوښتل په خپلو عملیاتو کې څو ولایتونه ونیسي خو دوی یې دا پلان شنډ کړ.

ده وویل، د خالد په نوم پوځي عملیات په بېلا بېلو سیمو کې روان دي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په روژه کې وسله والو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د بریدونو ذمه وارۍ منلې دي او په یو شمېر ولسوالیو کې نښتې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG