د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د امریکايي ولسمشر او هندي وزیراعظم د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي دي چې له دا قسمه څرګندونو سره د جنوبي اشیا حالات لا پسې کړکېچن کېدای شي.

د پاکستان بهرنېو چارو دفتر د چارشنبې په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې په واشنګټن کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او هندي وزيراعظم نريندر مودي وروستۍ څرګندونې د سیمې د تلپاتي امن او ثبات لپاره ګټه ورې نه دي.

خبر پاڼه زياتوي د کشمیریانو ملاتړکوونکي کسان ترهګر ګرځول د منلو وړ نه دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې امريکا په کشمیر کې د جنګېدونکې وسله والې ډلې حزب المجاهدين پاکستان ميشته مشر سید صلاح الدین نړیوال ترهګر وګرځول.

بلخوا امریکايې ولسمشر او هندي وزيراعظم پر پاکستان غږوکړ چې د ترهګریزو بریدونو لپاره دې د خپلې خاورې نه کارېدل باوري کړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG