د لاسرسي ځای

د خيبر پښتونخوا د سوات په شانګلې کي يوې ټرافيکي پېښې ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې.

د شانګلې مرستيال کمشنر عبدالکبير د چارشنبې په روځ مشال راډیو ته وويل چې تير مازيګر په شاپور کلي کې يو ډاټسن چې د ډريور نه بې قابو شو په سلګونه ګزه ژورې کندې ته پرېوتی چې پکې شپږ کسان وژل شوي او يو ژوبل دی.

په شانګله کې ځايي اوسېدونکي وايي د خرابو سړکونو له وجې په تېره يوه مياشت کې ټرافيکي پېښو ۲۵ کسان وژلي خو چارواکي یې پخلی نه کوي.

XS
SM
MD
LG