د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهاولپور ټانکر پېښې مړي ۱۷۳ تنه شول


د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولپور کې د تېلو په یوه ټانګر کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د وژل شویو شمېر ۱۷۳ ته پورته شوی دی.

خبري اژانس اسوشيېټېډ پرېس د ملتان هسپتال د يو ډاکټر عبدالباسط له خولې وايي، د جون په ۲۵ مه رامخې ته شوې دغه پېښه کې په ژوبل شویو لسګونه کسانو کې د پنجشنبې ورځ څلور کسه نور هم مړه شوي.

دغه پېښه د بهاولپور په احمد پور شرقیه سیمه کې هله رامنځ ته شوې چې له تېلو ډک ټانکر واوښت او د شااوخوا کليو زيات شمېر کسان چې په هغو کې ماشومان او ښځې هم وې د پېښې ځای کې راغونډ شول او د تېلو وړل يې پيل کړل چې ناڅاپه په ټانکر کې زوروره چاودنې او اور لګېدنې ګڼ خلک مړه او ژوبل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG