د لاسرسي ځای

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د هند هڅې وستایلې


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند وزیر اعظم نرېندر مودي په واشنګتن کې سره ولیدل او د افغانستان پر امنیتي وضعه یې اندېښنه وښودله.

ټرمپ په افغانستان کې د هند هڅې وستایلې او یې ویل چې په ګډ کار سره ډېر ګواښونه له منځه تللی شي:

" موږ دواړه [ امریکا او هند] د ترهګرۍ سازمانونو او د هغوی تر شا د سختدریځې مفکورې د له منځه وړلو لپاره ژمن یو. زه له هندي ولس مننه کوم چې د افغانستان لپاره یې خپلې هڅې نه دي سپمولې. په ګډه باندې کار کول به د ډېرو هېوادونو لپاره یوه بېلګه وي. دا ګډ کار به ډېر مشترک ګواښونه له منځه یوسي او موږ ته به د یوه ښه ثبات او پرمختګ زمینه برابره کړي."

د امریکا او هند مشرانو په سپینه ماڼۍ کې تر اوږدو خبرو وروسته رسنیو ته په خبري کنفرانس کې وینا وکړه.

د هند وزیر اعظم وویل چې په افغانستان کې خرابېدونکې امنیتي وضعه د دواړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.

مودي ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره باید د امریکا او هند اړیکې لا پسې غښتلې شي.

" په افغانستان کې د ترهګرۍ په وجه مخ په زیاتیدونکې بې ثباتي مو ګډه اندېښنه ده. دواړه هند او امریکا په افغانستان کې د بیارغونې او امنیت په تامین کې مهم رول لوبولی دی. د دې لپاره چې د یوه با ثباته افغانستان لپاره زموږ هدفونه تر لاسه شي. موږ به له امریکا سره نږدې اړیکې او مشورې ولرو چې د دواړو هېوادونو هڅې همغږې شي."

مودي د سیمې ثبات لپار د امریکا له پروګرامونو سره بشپړه همکاري اعلان کړه.

د یوه مهم سیمه ییز لوبغاړي په توګه هند هم د افغانستان د سولې او ثبات په څو وروستیو مهمو غونډو کې برخه اخېستې ده.

د نړۍ دا دوه قدرتونه امریکا او هند په داسې حال کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په ګډو هڅو ټینګار کوي چې له دغو هېوادونو د افغان چارواکو تمه هم همدا ده.

افغان چارواکي په سیمه کې په هند او په نړیواله کچه په امریکا باندې له ټولو زیات حساب کوي چې وکولای شي له دغه هېواد سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG