د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې خپله خاوره د نورو ملکونو خلاف کارولو ته پرېنږدي'


 د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندر مودي د ګډې خبري غونډې مهال. ۲۶م جون ۲۰۱۷
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندر مودي د ګډې خبري غونډې مهال. ۲۶م جون ۲۰۱۷

سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندر مودي پر پاکستان غږ کړی دی چې د نورو هېوادونو خلاف د ترهګرو بریدونو لپاره دې د خپلې خاورې نه استعمال باوري کړي.

د جون پر ۲۶مه ڼېټه په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ او وزیر اعظم مودي تر منځ تر لیدو وروسته په یوه خپاره کړي بیان کې راغلي چې دواړو مشرانو د پاکستان مېشتو وسله والو ډلو جېش محمد او لشکر طیبه په ګډون د نورو ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ د زیاتولو ژمنه هم کړې ده.

د جون پر ۲۶مهپه سپینه ماڼۍ کې د هند وزیراعظم نریندر مودي د هرکلي په وخت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې په پاکستان کې د یوې وسله والې ډلې مشر یو نړیوال ترهګر و بللو.

صدر ټرمپ وویل هند د سختدریځې ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې له امریکا سره یوځای کارکولو باندې اتفاق کړی دی.

واشنګټن ته د مودي تر سفر څو ساعته مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان مېشتې وسله والې ډلې حزب المجاهدین پر مشر سید صلاح الدین باندې بندیزونه ولګول. صلاح الدین چې د محمد یوسف شاه په نوم هم پېژندل کیږي، ډله یې د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د هند خلاف جنګېږي. بلخوا هند د دغه ګام هرکلی کړی دی.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه بیان کې د یوه داسې کس ترهګر ګرځول چې هغه د کشمیر خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي بېخي ناروا بولي.

دا د هند لپاره یوه سفارتي بریا ده چې د کلونو راهیسې یې له پاکستان سره پر دغه لانجمنه سیمه شخړه ده. دواړه هېوادونه د کشمیر دعوه دار دي.

د سپينې ماڼۍ د ګلونو په باغ کې له مودي سره تر خبرو پس ټرمپ وویل چې دواړه هېوادونه له ترهګرۍ متاثره دي او دواړه هېوادونه ژمن دي چې ترهګر تنظیمونه او د هغوی سختدریځه فکر له منځه یوسي.

نرېندر مودي د ترهګرو پټنځایونو د له منځه وړلو باندې زور راوړ. هند په ممبۍ کې د ترهه ګر بریدونو تور هم پر پاکستان لګوي او وايي چې د وسله والو ملاتړ کوي. خو پاکستان له دغو تورونو انکار کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل د هند ریښتینې ملګری دی او د دواړو هېوادونو تعلقات تر هر وخته زیات ښه دي. نوموړي د مودي مننه وکړه چې د ۲.۴ میلیارد [ارب] ډالرو برابر بې درستې [غیر مسلح] ډرون الوتکې او نور سامان ترې اخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ګل په ورځ په هندد ۳۶۴ میلیون ډالرو په قیمت د سي ۱۷ (( c 17 )) سامان وړونکې پوځي الوتکې د خرڅولو منظوري ورکړه. د دې سربېره به امریکا پر هند د دوو [۲] اربو میلیاردو ډالرو برابر د څارنې ډرون الوتکې هم خرڅوي. سپينې ماڼۍ ویلي دغه خرڅلاو د پاکستان لپاره هېڅ ډول ګواښ نه دی. دا لومړی وار دی چې امریکا پر هند پرمختللې دفاعي ټېکنالوژي پلوري چې یوازې نېږدې ایتلافي هېوادونو ته یې ورکوي.

اې ایف پي خبري اژانس په امریکا کې د ولسن سنټر نومي څېړنیزې ادارې د جنوبي اشیا د چارو ماهر مایکل کوګل مېن له خولې لیکي د امریکا له خوا دصلاح الدین ترهګر ګرځول دا ښيي چې واشنګټن له نوي ډیلي سره د ترهګرۍ په برخو کې په ګډه کار کول غواړي. هغه وویل دې ته به کتل وي چې ایا له دې ګام سره امریکا د پاکستان په باب سخته پالیسي خپلول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG