د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، شام بلې کیمیاوي حملې ته تیاري نیسي


سپینه ماڼۍ وايي، د شام حکومت د یوې بلې کیمیاوي حملې لپاره تیاري نیسي او خبرداری ورکوي چې که د بشاراسد حکومت دا حمله وکړي، نو حساب کتاب به ورسره وشي.

سپینې ماڼۍ دوشنبې پر ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل، د نوې کمیاوي حملې لپاره د دمشق اقدامات د اپریل د څلورمې نېټې له کیمیاوي حملې مخکې تیاريو ته ورته دي.

په تېره کیمیاوي حمله کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول چې په نتیجه کې یې ولسمشر ډونالد ټرمپ د شام پر یوې هوايي اډې د کروز توغندي د ویشتلو امر ورکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون ناوخته وویل، که د شام ولسمشر یو ځل بیا د کیمیاوي وسلو په کارولو سره ګڼ خلک ووژني نو دی او پوځ به یې دروند تاوان پرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG