د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حزب المجاهدین مشر صلاح الدین ترهګر وګرځول شو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې په کشمیر کې د یوې پاکستانۍ وسله والې ډلې مشهوره غړی نړیوال ترهګر ګرځولی دی.

صلاح الدین په داسې حال کې ترهګر ګرځول شوی چې ولسمشر ټرمپ د هند وزیراعظم نریندرا مودي ته د دووشنبې ورځ په سپنه ماڼۍ کې د دواړو مشرانو ترمنځ د لومړۍ رسمي لیدنې په ترڅ کې هر کلي ویلي دي.

د وزیراعظم نریندرا مودي تر رسېدو یوڅو ساعته وړاندې،د امریکا بهرنیو چارو وزارت د حزب المجاهدین ډلې پر مشر سید صلاح الدین چې په محمد یوسف شاه هم مشهوره دی، بندیزونه لګولي دي.

حزب المجاهدین په کشمیر کې د هند د واک پر ضد په جګړه کوونکو کې مهمه یاغي ډله ده. د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، هند د اسلامي سختدریځۍ پرضد له امریکا سره په ملګري کېدو سلا شوی او دوی د وزیراعظم نریندرا مودي مننه کوي چې له امریکا يې د دوه اعشاریه څلور اربه ډالرو په لګښت ډرون او پوځي الوتکې واخېستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG