د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه په موصل کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پټنځایونو وروستیو سیمو ته نېږدې شوي دي چې تېری د اتو میاشتو جګړې د ختمېدو ښکارندويي کوي.
تېره ورځ یوه پوځي چارواکي سلام العبیدي د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د زاړه ښار شاوخوا ۷۰ فیصده برخه یې له داعشه خلاصه کړې او د دې ډلې په ولکه کې له یو مربع کیلومیټره د کمې برخې ازادول لا هم پاتې دي.
د زاړه ښار له نیولو سره به موصل په بشپړه توګه ازاد شي چې دا د داعش ضد لویه بریا ګڼل کېږي.
موصل د عراق دویم لوی ښار دې چې درې کاله مخکې اسلامي دولت ډلې نیولی وو.