د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې د کمره پرېوتو پېښه کې د ورکو کسانو هڅې روانې دي


په چین کې ژغورونکې ډلې د دویمې ورځې په مخه د هغو کسانو د موندلو هڅې روانې کړي چې په سیچوان ولایت کې د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې ترې تم دي.

په سیچوان کې د شنبې پر ورځ په یوه کلي کې ۴۰ کورونه د غره د ښویېدو په پېښه کې لاندې شول.

د رسمي معلوماتو له مخې نهه تنه مړي تر شنبې ناوخته له سیمې وموندل شول.

له دې سره د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته پورته شوی دی او د ټولو ورکو شویو ۱۰۹ تنو د پیدا کولو هڅې کمرنګې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG