د اسراییلو حکومت د دې خبرې پخلی کړی دی چې ځواکونو یې د شام په خاوره کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د اسرایيلو پوځ پر ټویټر لیکلي چې دوی دا بریدونه د هغو لسو راکټي حملو په غبرګون کړي چې د شام له خاورې پر دوی شوي وو. راپورونه وايي چې د راکټو توغندي د ګولان په لوړو کې لګېدلي دي.
دا سیمه پخوا د شام برخه وه خو په ۱۹۶۷کال کې اسرایيلو ونیوله او له هغه راهیسې پرې دواړه هېوادونو لانجه لري.