د لاسرسي ځای

د لوي کندهار دځوانانو شورا له حکومته غواړي چې په هلمند کې د وروستۍ ترهګري حملې په اړه جدي څېړنه وکړي او پایلي یې له ولس سره شریکي کړې.

د لوي کندهار د ځوانانو شورا به نن شنبه په دې اړه په غونډه کې چې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د ملاتړ د یو شمېر ادارو استازي وربلل شوي، په هلمند کې د وروستۍ چاودنې پر سیاسي او امنیتي اړخونو خبرې وکړي.

د دې شورا لومړي مرستیال عبدالله مصباح مشال راډیو ته وویل:

"موږ وړاندیز کړی چې د دې مسئلې د روښانتیا لپاره، که چېري د پلټنو هیئت تعینېږي، باید لږ تر لږه د مدني ټولنې د همږغۍ مرکز، د افغان کلتوري ټولنو ګډې شورا، ملي محور، د لوی کندهار د ځوانانو شورا، د لوي کندهار د مشرانو شورا او د فکري مرکز استازي پکې شامل شي څو پایلو ته ورسېږو، هرڅوک چې ګرم وي، باید مجازات شي اوکه داسې ونه شي نو موږ به هم د افغانستان د ولس په څېر چې په نورو پېښو کې بې باوره شوی، اعتماد وبایلو."

په لښکرګاه کې د پنجشنبې په ورځ د کابل بانک دفتر ته مخامخ چاودنه وشوه.

د هلمند چارواکي وايي چې ۳۸تنه وژل شوي او تر ۶۰زیات زخمیان شوي دي.

خو ویل کېږي چې دا شمېر ښايي بدل شي.

د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG