د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ: له جېمز کومي سره مې کړې خبرې اترې نه دي ثبت کړې


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې میاشتې پر نهمه نېټه د پلټنو د وفاقي ادارې د هغه وخت مشر جېمز کومې له دندې لرې کړ.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د پلټنو د وفاقي ادارې له پخواني مشر جېمز کومي سره د غونډې جریان یې نه ثبت کړی دی او نه یې غږیز رېکارډېنګ لري.

خو ولسمشر ټرمپ تېر مازیګر پر ټوېټرپاڼه په خپلو بیانونو کې وویل، نه پوهېږي چې په دې اړه نور ثبت شوي غږونه شته او که څنګه.

داسې ګمان کېده چې ښايي ولسمشر ټرمپ له جېمز کومي سره د ملاقاتونو فیتې لري ځکه چې تېره میاشت یې په ټوېټر لیکلي ول چې کومي دې رسنیو ته د پټو معلوماتو تر ورکولو مخکې دا هیله وکړي چې د ده او د کومي د خبرو فیته یا رېکارډ نه وي موجود.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې میاشتې پر نهمه نېټه د پلټنو د وفاقي ادارې د هغه وخت مشر جېمز کومې له دندې لرې کړ.

جېمز کومي تر لرې کېدو لږ ورسته وویل چې ولسمشر ټرمپ ورڅخه په یوه غونډه کې د وفادارۍ غوښتنه کړې وه.

د جېمز کومي په وینا ، ولسمشر ورته ویلي وو چې هیله من دی چې کومي به د ملي امنیت د پخواني مشر مایک فلېن له روسیو چارواکو سره د مشکوکو رابطو په اړه پلټنې ختمې کړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جېمز کومي دا دعوې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG