د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر کې هوايي بمبار ۱۲ وسله والو وژلي


د مصر پوځ وايي،د دوی هوايي برید کېدای شي دوولس وسله وال وژلي دي چې د دوی په وینا انتهايي خطرناک خلک ول.

مصري پوځ د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې دا برید په سینايي سیمه کې د ترهګرو پر یو قوي مرکز شوی دی.

بیان لیکي، برید هغه مهال شوی چې له ځايي اسلامي دولت سره د تړلې انصار بیت المقدس ډلې یوه غونډه روانه وه. خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې دا برید کله شوی وو.

دې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې له اسلامي دولت سره ملګرتیا اعلان کړه. پر دې ډله تور دی چې سلګونه عسکر، پولیس او مصري عیسویان یې وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG