د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو له داعشه توره بوړه بیرته ونیوله


افغان چارواکو د دې پخلی کړی دی چې امنیتي ځواکونو یې د اسلامي دولت له وسله والو توره بوړه بیرته نیولې ده.

دا د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن قوي مرکز پاته شوی وو. د داعش وسله والو پنځه ورځې وړاندې دا سورنګونه او سمڅې له طالبانو نیولې وې.

د ننګرهار والي دفتر ویلي چې د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د تورې بوړې سیمه په مکمله توګه د داعش له وسله والو پاکه کړل شوې ده.

په کابل کې چارواکیو د دې سیمې د بیرته نیولکېدو پخلی کړی او وايي چې په دې عملیاتو کې یې لږ تر لږه ۲۲ وسله وال هم وژلي دي.

د ننګرهار د والي دفتر وايي،افغان ځواکونه اوس د الف خېلو او مېرخانې د کلیو پر لور پرمختګ کوي چې داعش نور پر شا وتمبوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG