د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې د ایران درې سرتېري نیول شوي

سعودي عرب وايي، د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک درې غړي یې د مرجان تېلو میدان ته نېږدې په داسې حال کې ونیول چې په یوه بېړۍ کې د سعودي عرب ساحلي اوبو ته روان ول.

په دا وروستیو کې د ایران او سعودي عرب ترمنځ اړیکې هم کړکېچنې شوې دي.

د سعودي عرب د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نیول شویو ایرانيو ځواکونو څخه پوښتنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سعودي عرب د سمندري ځواک له لوري په نیول شوې ایراني بېړۍ کې باروت وړل کېدل او د سعودي عرب په اړوندو اوبو کې یې د ترهګرو کړنو تکل درلود.

بلخوا ایران وايي چې نیول شوي کسان کب نیونکي دي.

XS
SM
MD
LG