د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې دوه پاکستاني سمندري سرتېري وژل شوي


د بلوچستان د ګوادر ضلعې په جیواني سیمه کې پر سمندري ځواکونو ډزې شوي دي چې پکې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د سمندري ځواک لخوا نن (سېشنبه) په جاري شوې بیان کې وویل شوي دي چې د دوشنبې پر ماښام په جیوني سیمه کې د بحري ځواک پنځه سرتېري د خپل دفتر په لور روان وو چې ورباندې ډزې وشوې.

په دې پېښه کې درې سرتېري زخمیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG