د ننګرهار چارواکي وایي چې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند سیاه چوب سیمه کې د افغان ځانګریو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې پینځه وسله وال وژلي او پینځه نور یې ژوندي نیولي دي.
د یاد ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي نن مشال راډیو ته وویل افغان ځانګړیو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه تر سره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو عملیاتو د اهدافو او د وژل شویو کسانو د پیژندګلو په اړه تفیل به وروسته جاري کړي.
وسله والو لا هم به دې اړه څه نه دي ویلي.