د نړۍ مشرانو د جرمني د پخواني وزیر اعظم هلموت کهل پر مړينه خواشیني څرګنده کړې او هغه يې د ازادۍ او د اروپايي ارزښتونو رښتینی ملګری بللی دی.
هلموت کهل ۸۷ کلن و او د جمعې په ورځ یې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه د مړینې دلیل لا ندې څرګند شوی.
هلموت کهل له ۱۹۸۲تر ۱۹۹۰م کاله د لوېدیځ المان وزیراعظم و.
هغه د ختیځ او لوېدیځ المان تر یوځای کېدو وروسته، تر ۱۹۹۸م کاله د متحدې جرمني وزیراعظم پاتې شوی و.
د جرمني وزیراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې هلموت کهل د دې پرشخصیت ډېر اغېز درلود او د هغه سیاسي پرېکړو د دې ژوند بدل کړ.