د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي په ننګرهار کې یې د داعش مطبوعاتي مرکز ویجاړ کړی


د امریکا پوځ د جمعې په ورځ پخلی کړی چې په افغانستان کې د داعش ډلې د مطبوعاتي چارو مرکز په یوه هوايي برید کې ویجاړ شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندې مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جون پر درېیمه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په هوايي برید کې د داعش د وسله والو د مطبوعاتي چارو مشر جواد خان هم وژل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې د جواد خان وژل کېدل به د داعش مطبوعاتي شبکوته خنډ پېښ کړي او په نړیواله کچه به د هغوي عملیاتي پلان کمزوری کړي.

XS
SM
MD
LG