د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال خان مقدمه بل ځای ته هم لېږلای شو'


د پښتونخوا سرکاري وکیل ویلي، د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د مقدمې بل ځای ته انتقالولو ته تیار دی.

د پنجشنبې په ورځ په پېښور های کورټ کې د مشال خان د وژنې د قضیې په اړه د هغه غوښتنلیک اورېدنه وشوه چې د نوموړي د پلار اقبال خان وکیل عبداللطیف اپریدي جمع کړی وو.

اورېدنې ته د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل عبداللطیف یوسفزي وویل، حکومت دې ته تیار دی چې د مقدمې اورېدنه له مردانه د بلې ضلعې د ترهګرۍ ضد عدالت یا زندان ته منتقله کړي.

د مشال خان پلار په خپل درخواست کې غوښتنه کړې وه چې مقدمه دې د امنیتي وجوهاتو له کبله له مردانه بل ځای ته منتقله کړي.

د زیارت په ورځ د مشال خان د وژنې په مقدمې کې تورنو شویو ۳۷ کسانو هم له عدالته غوښتنه وکړه چې دوی دې هم په قضیې کې فریقان کړي.

XS
SM
MD
LG