د لاسرسي ځای

د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې په ننګرهار کې د دوو تلویزیونونو پر خبریالانو ترسره شوی برید په سختو ټکیو غندلی دی.

دغو دواړو بنسټونو ویلي دي چې د یوه ساختماني شرکت ساتونکو د طلوع تلویزیون خبریال زیار خان او د میوند تلویزیون خبریال سباوون ساحل وهلي دي.

دغه دوه خبریالان د کابل-ننګرهار د لویې لارې د پروژې د کار د ځنډیدو د راپور په جوړیدو بوخت وو، چې برید پرې وشو.

د ننګرهار پولیس وایي چې د دې شخصي شرکت درې ساتونکي له خبریالانو سره د زورزیاتي په خاطر نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایت ژمنه کړې ده چې د پېښې پلټنې به وکړي.

XS
SM
MD
LG