د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘که قامي مالیاتي ایوارډ جاري نه کړل شو احتجاج پیلوو’


د خېبر پښتونخوا حکومت دړکه کړې که چيرې قامي مالياتي ايوارډ ژر تر ژره جاري نه کړل شو نو دوی به د مرکزي حکومت پر ضد عدالت ته ځي او احتجاج به پيلوي.

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير مظفر سيد د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په دې لړ کې د نورو صوبو له حکومتونو سره مشاورت جاري دی او ډېر ژر به دوی دغه مسئله عدالت ته وېسي.

بلخوا وفاقي حکومت وايي چې تر څو په مختلفو تجوېزونو د صوبو تر منځ تفاهم ( اتفاق رای)نه وي شوي نو نوې مالياتي ايوارډ نشي جاري کولی.

پاکستان هر پنځه کاله وروسته قامي مالياتي کميشن ايوارډ جاري کوې چې پکې صوبو ته د هغو د ابادۍ په بنياد خپله مالي برخه ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG