د لاسرسي ځای

تازه خبر

جواد ظریف: سعودي عرب د ترهګرو ډلو مرسته کوي


د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر سعودي عرب تور پورې کړی چې د ایران په لوېدیځ او ختیځ کې په فعاله توګه له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي.

جواد ظریف دا خبره د سېشنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د یو کنفرانس په څنډه کې کړې ده.

نوموړي وویل، دوی په دې اړه استخباراتي مالومات لري چې سعودي عرب له پاکستان او افغانستان سره پر پوله پرته ایرانۍ صوبه سیستان بلوچستان کې له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي.

دا د ایران هغه سیمه ده چې زیاتره اوسېدونکي یې سني مسلمانان دي. جواد ظریف زیاته کړه چې سعودي عرب د ایران په لوېدیځ کې هم داسې فعالیتونه کوي.

جواد ظریف دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د روانې میاشتې په اوومه نېټه په تهران کې پر پارلېمان او د ایات الله خمېني پر مزار بریدونه وشو چې پړه یې اسلامي دولت وسله والې ډلې ومنله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG