په پاکستان کې امریکايي ماموریت اعلان کړی دی چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به د صحت په برخه کې دوې نوې پروژې تر سره کوي.
د امریکا د پرمختیايي چارو د ادارې مرستیال مشر کیون براونویل او د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټګ د سېشنبې په ورځ په ګډه د دې پروژو د پرانستلو په غونډه کې ګډون وکړ.
د دې دوو پروژو لپاره به امریکا تر درې اربه روپیو زیاتې پېسې ورکوي. په دې پېسو به په خیبر پښتونخوا کې د سوځېدلو او صدمه لرونکیو خلکو د علاج لپاره روغتون جوړېږي.
د دې تر څنګ به د خیبر پښتونخوا په اوو ضلعو او شپږو قبایلي سیمو کې د مېرمنو او ماشومانو د صحت ښه کولو لپاره پروژه تر سره کېږي.
کیون برواونیول وویل، دوی په دې ویاړي چې د خیبر پښتونخوا د پرمختګ په برخه کې له حکومت سره مرسته کوي.
پرویز خټک وویل، د دوی حکومت له امریکا سره همکارۍ ته ارزښت ورکوي او دوی کولای شي چې په دې پروژو سره د صحت په برخه کې اساني او پرمختګ راولي.