د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، د ایران او سترو قدرتونو ترمنځ د اټومي پریکړه لیک په اړه د امریکاله لوري ورکړای شوې اشارې ډېرې ښې نه دي. هغه وویل چې امریکا به احتمالاً پر پریکړه لیک ودرېږي ځکه چې دا یې په ګټه ده.
ظریف د دوشنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:"له بده مرغه په واشنګټن کې د نوې ادارې رویه داسې ده چې هیلې ترې نشي کېدلی."
د ایران اټومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او سترو قدرتونو لکه امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې ترمنځ په ۲۰۱۵ م کال هوکړه لیک وشوه چې پر اساس یې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې د ایران اټومي پروګرام محدودېږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو پر دې وهکړه انتقادونه کړي او هغه یې غمیزه بللې ده.