د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د معترضو خېمې به زر لرې شي


د افغانستان د حکومت او اعتراض کونکیو ترمنځ د روانې لانجې د حل منځنګړی پلاوی وايي، د ښار له منځه به خېمې نن لرې شي.

د منځګړي پلاوي غړي او د ولسي جرګې دویم نائب نذیر احمد احمدزي پرون مشال راډیوته وویل چې د دغه احتجاج کونکیو د قانوني غوښتنو په اړه ی له ولسمشر محمداشرف غني سره خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر ډاډ ورکړی چې د احتجاج کونکو قانوي غوښتنې به ومنل شي.

هغه زیاته کړه چې د ملي شورا دریمګړی پلاوی به نن د اعتراض کونکیو له استازو سره وګوري او هیله لري چې نن به خېمې د ښار له منځه لرې شي.

په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو او په وروستۍ مظاهره کې د تشدد له امله یوشمېر خلکو خېمې لګولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG