د لاسرسي ځای

امریکايي چارواکو په ننګرهار کې د خپلو ځواکونو وژنه تایید کړه


امریکايي چارواکو د دې خبرې پخلی کړی چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو افغان کمانډو درې امریکايي پوځيان وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند اعطالله خوګیاڼي د خالي په ورځ رسنیو ته وویل چې پېښه د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو پر مهال شوې ده. د خوګیاڼی په وینا، پدې حمله کې دوه امریکايي پوځيان زخمیان شوي دي. وسله والو طالبانو د حملې زمه واري منلي ده.

د ننګرهار ولایت ویاند فرانس خبري اژانس ته ویلي چې حمله کونکی په ځوابي ډزوکې وژل شوی دی. د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې له پېښې خبر دي او په مناسب وخت کې به نور معلومات وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG