په مردان کې د بلواګرو لخوا د وژل شوي محصل (زده کوونکي) مشال خان پلار له حکومته غوښتنه کړېده چې د هغه د زوی د وژلو قضیه دې د مردان پر ځای کوم بل ځای ته ولېږدول شي.
اقبال خان مشال راډیو ته په دې اړه وویل:
«اوس دا د عدالت په لاس کې ده چې د کیس اورېدنه په کوم ځای کې کوي، خو زموږ غوښتنه به دا وي چې د مردان په ځای دې د کومې بلې ضلعې په عدالت کې یا د جیل دننه دې دغه اورېدنه وشي.»
اقبال خان وايي په جیل کې دننه د قضیې دایرول به د امنیتي ملحوظاتو له کبله ښه وي، ځکه چې یواځې وکیلان به هلته ورشي.
د مشال خان د قتل تر شا د لاس درلودلو په تور حکومت تر اوسه د عبدالولي خان پوهنتون دولس مامورين، يو استاد او ۴۳ زده کونکي نيولي دي. په نيول شویو کسانو کې د ځينو تعلق له سياسي ګوندونو سره دی.
د یاد قتل د قضیې د څېړلو لپاره ټاکلې شوې ګډې څېړونکې ډلې په خپل راپور کې ویلي چې مشال خان د مقدساتو سپکاوی نه و کړی او بې ګنا وژل شوی دی. خو بل پلو ځینې مذهبي ډلې بیا تور پورې کوي چې هغه د مذهب سپکاوی کړی و.
قانون پوه عبدالطیف افریدی وايي له حکومته په درخواست کې غوښتل شوي چې د مشال خان د وژلو قضیه دې هري پور یا کومې بلې محکمې ته ولېږدول شي:
د مشال خان وژنې په پراخه کچه د بلوه ګرو خلاف د خلکو حساسیت راپارولی او خلک د هغه له کورنۍ سره خواخوږي ښکاره کوي او له حکومته دا غوښتنه هم کوي چې د پېښې ترشا لاس لرونکیو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.