د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو ترڅنګ د رومانیايي سرتيروهڅې د ستاینې وړ وبللې.
د ناټو تړون د ویب پاڼې لیکلي چې رومانیا په افغانستان کې ۶۵۰ سرتېريلري چې د کندهار په هوايي ډګر او په کابل کې د هغوي په مرکزي اډه کې مېشت دي.
ولسمشر ټرمپ پرون [جمعه] په واشنګټن کې د رومانیا له ولسمشر کلاوس لوهانېس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د رومانیا ځواکونه مهمه ونډه لري.
د رومانیا ولسمشر هم وویل چې د خپل کورنی پيداوار د ګټې دوه فیصده به د ناټو تړون د لګښتونو لپاره ځانګړي کړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د رومانیا دا اقدام هم ستایلی دی.