د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کابل د افغانستان خاوره یا ولس د بل هېواد پر ضد نه وکاروي'


کابل د اسلام اباد دا تور رد کړی چې ګواکې هند د افغانستان خاوره او افغانان د پاکستان ضد کاروي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد بېګا مشال راډیو ته وویل، کابل هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره یا ولس یې د بل هېواد ضد وکاروي. ده وویل، داسې هېڅ ثبوت نه شته چې هند دې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کارولې وي.

تر نوموړي څو ساعته مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې هند په پاکستان کې د لاسوهنې او د اسلام اباد او کابل د اړیکو د خرابوالي لپاره افغانان استعمالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG