د زيارت په ورځ د برتانيا په مليونو کسانو د ۶۵۰ چوکيو لپاره رايې ورکړې چې پکې ۶۴۳ چوکيو نتيجې اعلان شوي دي.
په دې کې د وزيراعظمې تېریزامې محافظه کاره ګوند ۳۱۸ چوکۍ ګټلې او د حکومت د جوړونې لپاره ورته لږ ترلږه ۳۲۶ چوکۍ ګټل پکار دي.
د هغې سيال کارګر ګوند ۲۶۲ چوکۍ ګټلې دي.
دا راغليو نتيجو له مخې هيڅ يوه ګوند اکثريت ترلاسه کړی نه دی او د کارپوهانو په وينا تېریزامې به يا خو د لومړۍ وزېرې له چوکۍ استعفا ورکوي یا به د خپل ګوند له مشرتابه.
خو دې هوډ ښودلی چې د هېواد د سياسي ثبات په خاطر به تر هغو استعفا ور نه کړي ترڅو يې ګوند د ګډ حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره يو جوړ جاړي ته نه وي رسېدلی.
خو د کارګر ګوند مشر جېريمي کوربن پر تېریزامې د استعفا ورکولو غږ کړی دی.
"تېریزامې ځکه د انتخاباتو اعلان وکړ چې رايې ترلاسه کړي. خو د هغې ګوند څوکۍ هم وبایللې او دارنګه یې باور هم له لاسه ورکړ. زما په فکر اوس بايد دا نوره ولاړه شي او د يو داسي حکومت جوړېدو لپاره لاره خلاصه کړي چې هغه ددې هېواد د ټول ولس استازی وي."
د بریتانيا وزيراعظمې ځکه تر وخت له مخه انتخابات اعلان کړي وو چې غوښت يې محافظه کار ګوند يې په پارليمان کې اکثريت ترلاسه کړي او د يوه پياوړي حکومت په توګه وکولای شي له اروپايي ټولنې څخه د بریتانيا د وتلو په خبرو اترو کې برلاسی وي.
خو نتيجې ښيي چې د دې ګوند به اوس په وړو وړو ګوندونو تکيه کوي.
بل خوا د اروپايي ټولنې ځينې مشران وايي، د تېریزامې اکثريت بایللو له وجې ښايي د جون پر نوولسمه نېټه د بریتانيا لهاروپايي ټولنې د وتلو خبرې اترې د ځنډ ښکار شي.