افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د قزاقستان په مرکز استانه کې د شنګهاي د همکاري سازمان د سرمشریزې تر پیلېدو مخکې له خپل چینايي سیال شي جینګ پینګ سره وکتل.
که څه هم د دې کتنې پوره جزئیات لا څرګند نه دي خو افغان مقامات وايي، ښاغلي غني او چینايي ولسمشر په دې سرمشریزه او د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون کونکو هېوادونو ترمنځ همکاري د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټوره وبلله.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"افغانستان تمه لري چې د سیمې هېوادونه او د شنګهاي غړي د ترورېزم ګواښ پراختیا درک کړي او له یو بل سره په همکاري او اجماع د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي."
افغان ولسمشر د شنګهاي د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره پرون استانې ته ورسېد.
افغانستان د شنګهاي د همکارۍ په سازمان کې د څارونکي په توګه شامل دی.