د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د بريدونو يو پلانوونکی نیول شوی دی


د خيبر پښتونخوا سوات چارواکي وايي د وسله والو بريدونو يو مهم پلانوونکی يې نيولی دی.

د سوات سپيشل فورس د چارشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نیول شوی تن جاويد نوميږي. پر هغه تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په مټه کې پر قامي امن لښکر بريد کړی او د يوولسو کسانو وژلو تر څنګ يې پنځوس کسان زخميان کړي وو.

چارواکو دا نه دي ويلي چې جاويد يې کله نيولی دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG