د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي، بحرین، اماراتو او مصر له قطر سره اړیکې وشلولې


سعودي عرب، بحرین، متحده عرب امارات، او مصر وايي له قطر سره یې سفارتي اړیکې او د ځمکې، اوبو او هوا له لارې هر ډول اړیکې شلولې دي.

دې هېوادونو قطر تورن کړی چې په ترهګرۍ کې لاس لري او د نړیوال قانون ښکار سرغړونه کوي.

په دوشنبه سعودي چارواکیو وویل دا ګام يې د خپل امنیت خوندیکولو پورته کړی دی.

د سعودي عرب رسمي خبري اژانس ویلي چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ له خطرونو د ملي امنیت خونديکولو او د ځمکنۍ بشپړتیا حق ته په پام سره چې نړیوال قانون‌ یې دې هېواد ته ورکوي، ریاض پرېکړه کړې چې له قطر سره اړيکې پرې کړي.

دا راز بحرین وویل چې قطر يې په کورنیو چارو کې مداخله کوي او قطري وګړیو ته يې ۱۴ ورځې وخت ورکړی چې له بحرین ووځي.

په هغه اعلامیه کې چې دې هېواد خپره کړې ویل شوي چې قطر په بحرین کې ګډوډي خپروي، په ښکاره له ټولو تړونونو، میثاقونو او د نړیوال قانون له اصولو، پرته له دې چې ارزښتونو، قانون او مورال یا هم د ښه ګاونډیتوب اصولو ته پام وکړي یا د خلیج هېوادونو د اړیکو په اړه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي، سرغړونه کوي.

مصر هم ویلي چې له قطر سره‌یې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر اړیکې پرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې سر له سبا به دوحه ته او له دوحه ټولې الوتنې تر نامعلومې نېټې ودروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د خلیج پر هېوادونو غږ کړی چې خپل اتحاد وساتي او د خپلو اختلافاتو د هوارولو لپاره کار وکړي.

هغه ویلي چې ټول لوري دې ته هڅوي چې سره کېني او د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

ټېلرسن د خلیج پر هېوادونو غږ کړی چې خپل اتحاد وساتي.
ټېلرسن د خلیج پر هېوادونو غږ کړی چې خپل اتحاد وساتي.

د قطر اړیکې د سیمي له امارتونو او سعودي عرب سره چې د بحرین او متحده ایالاتو نېږدې متحد دی له یوې مودې راهیسې خړ پړ شوې وې.

سعودي او یو شمېر نور عربي هېوادونه قطر ایران ته نېږدې ګڼي او د اخوان‌المسلمین په شان د سختدریځو ډلو په ملاتړ تورنوي.

له قطر سره د سعودي او نورو عربي هېوادونو اړیکې وروسته له هغې بحراني شوي چې تېره اوونۍ د قطر رسمي وېب‎پاڼې د دې هېواد د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني په حواله خبر خپور کړ چې هغه ایران یو لوی اسلامي قوت بللی و، حماس ډله‌ يې د فلسطینیانو رښتیني استازي او له اسرائیل سره‌ یې د خپل هېواد اړیکې ښې بللې وې.

قطر وروسته بیا وویل چې د دې هېواد سرکاري وېب-‎پاڼه هېک شوې وه او د امیر په حواله‌ يې خپور شوی خبر بې‌-اساسه دی.

له اخوان‌المسلمین سره د ملاتړ له کبله په ۲۰۱۴ کال سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او بحرین له قطره خپل سفیران په احتجاج اېستلي ول.

دا هغه ډله ده چې د سیمې یو شمېر واکمنان‌ یې د خپلو واکمنیو پروړاندې ګواښ بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG