د کابل مظاهره: څلور کسان وژل شوي
د کابل ښار نننۍ مظاهره په تاوتریخوالي واوښته او د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په ډزو او د ډبرو په وارونو کې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین مراد علي مراد په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د مظاهره چیانو په منځ کې وسله وال کسان و چې یوشمېریې نیول شوي دي. ویډیو او ایډیټ: ولی سباوون