د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې په دوو چاودنو کې ۲۷ کسان وژل شوي


په عراق کې د سېشنبې په ورځ په شوو دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او تر سلو زیات ټپي شوي دي.

دا خبره د یاد هیواد د امنیت او صحي څانګې چارواکو کړې ده.

اسلامي دولت وسله والې ډلې په دې چاودنو کې د هغې زمه وارې منلې ده کومه چې د پلازمېنې بغداد په یو تجارتي برخه کې د ایس کریمو پر دوکان شوې ده.

په دې برید کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شپاړس تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپي شوي دي.

بل بربد د موټر بم په وسیله د هم دې ښار یو خاص پله ته نژدې شوی چې یوولس تنه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپي شوي دي.

د دویم برید زمه واري چا نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG