د لاسرسي ځای

د جرمني چارواکي وايي، دوی د شام یو داسې اولس کلن مشکوک هلک نیولی دی چې غوښتل یې په برلن کې ځانمرګی برید وکړي.

پولیسو د نیول شوي کس نوم نه دی ورکړی خو وايي چې هغه په ۲۰۱۵م کال کې جرمني ته ورغلی وو او هلته یې پناه اخیستې وه.

دا هلک له تېر کاله راهیسې د کم عمره کډوالو لپاره په ځانګړي کور کې اوسېدی.

د هغه له خوا د ممکنه برید په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي.

په ډسمبر کې د تیونس یو کس په برلن کې د کرسمس پر مهال پر خلکو موټر خزولی وو چې دولس کسان پکې وژل شوي وو.

هغه کس انیس عمري نومېدی چې بیا په اټلي کې پولیسو وژلی وو. اسلامي دولت وسله والې ډلې د هغه برید زمه واري منلې وه.

XS
SM
MD
LG