د لاسرسي ځای

امریکا په شام کې کردي جنګیالیو ته د وسلو ورکول پیل کړي


دوی وايي، دا له هغ پلان سره سم ګام دی چې د ناټو اتحادي هیواد ترکي پرې غصه شوی وو.

د پینټاګون ویاند مېجر ادریان رانکین-ګالووې د سېشنبې په ورځ وویل چې دوی د شام په ډیموکراټو ځواکونو کې ”کردي عناصرو ته د سپکو وسلو او موټرو ورکړه پیل کړې ده.

د ترکي له خوا په سمدتۍ توګه په دې اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

ترکي د شام دا کردان د ترهګر ګرځول شوي کردستان کارګر ګوند ملګري بولي.

امریکا وايي، د کردانو ساتونکې دې دلې ته د وسلو ورکړه د دې لپاره ضروري ده چې د داعش وروستی قوي مرکز رقعه هم بیرته ورڅخه ونیسي.

امریکا او اروپايي ټولنه هم کردستان کارګر ګوند یو ترهګر سازمان بولي.

XS
SM
MD
LG